د اسلامي عقايدو سيالۍ غوره ګډونوالو ته جايزې ورکړل شوې

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۴:۲
222

شنبه ( ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) د نيمروز ولايت په چهاربرجک ولسوالۍ کې څه موده وړاندې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري (د اسلامي عقایدو) سيالي تر سره شوې وه، چې نن يې د سیالۍ غوره ګډونوالو ته د‌ يوې غونډې په ترڅ کې جایزې ورکړل شوې. 
 د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمت‌الله محمدي د يادې سيالۍ په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: د عقیدې زده کړه په اسلام کې یو له مهمو موضوعاتو څخه ده او هر مسلمان باید اسلامي عقیده زده کړي، کله چې زموږ ایمان او عقیده ټینګه وي، موږ هېڅ اندیښنه نه لرو، ځکه هر څه د الله تعالی له لورې دي او پرې باور لرو.
همدا راز د چهاربرجک ولسوالۍ د‌ محمد رسول‌الله (ص) مدرسې استاد مفتي معاویه وويل: د اسلامي عقیدې زده کړه د هر مسلمان ځوان لپاره اړینه ده او له ټولو ځوانانو څخه غوښتنه کوو، چې په دې ډول سیالیو کې برخه واخلي.
ياد مراسم د سیالۍ غوره ګډون کوونکو ته د جايزو په ورکولو او د دُعا په ويلو سره پایته ورسیده.

۱۴۰۳/۴/۱۶ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۶ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS