دولت شاه ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې د علمي سیالۍ آزموینه واخیستل شوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۹
11111

چهارشنبه ( ۲۶ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دولت شاه ولسوالۍ د بیلابیلو ښوونځیو او مدرسو له شاوخوا (۱۵۰)  تنو زده کوونکو څخه د امارت پېژندنې کتاب د علمي سیالۍ آزموینه واخیستل شوه.
 د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولی وویل: له دې سیاليو څخه موخه د ځوانانو فکري، اصلاح، روزنه، تعلیمي سویه لوړول او ترڅنګ یې ځوانان مطالعې ته تشویق کول دي، پلان لرو چې په ټولو ولسوالیو کې دا ډول سیالۍ ترسره کړو، چې د لوړو نمرو لرونکي زده کوونکي به په ډالیو ونازول شي.
 په آزموینه کې برخه اخیستوونکو زده کوونکو دا ډول سیالۍ د فکري روزنې او تعلیمي سوې په لوړولو کې مهمې وبللې او ويې وویل: په امارت پېژندنې کتاب کې یې د امارت اړوند ډیر زیات معلومات ترلاسه کړل.
د یادونې وړده، چې له دې وړاندې هم د یاد ریاست له لوري په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې دا ډول سیالۍ ترسره شوي دي.

۱۴۰۳/۴/۱۴ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۴ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS