د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه
سه شنبه ( ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) د ننګرهار ولايت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې په همکارۍ د بېلابېلو رسنيو مسؤلینو، خبريالانو او د حکومتي ادارو ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي خبریالانو او د رسنيو استازیو ته په رسنیز ډګر کې د رامنځته شویو آسانتیاو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او په تېرو ناستو کې د یادو شویو ستونزو په اړه د ترسره شويو اجراآتو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي قریشي وویل: اطلاعاتو او کلتور رياست ځان مسؤل ګڼي، چې د رسنیو لپاره په ټولو برخو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره کار وکړي، خو رسنۍ او رسنوال هم باید د موجوده قوانینو په رڼا کې ټولنې او نړیوالو ته پر وخت کره معلومات ورسوي او د افغانستان رښتینی انځور دنیاوالو ته وړاندې کړي.
همداراز د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي، د ژورنالستانو د خونديتوب کميټې مسؤل يوسف ظریفي او یو شمېر نورو ژورنالستانو په ځینو موضوعاتو د بحث ترسره کولو سربېره د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هغو کړنو مننه وکړه، چې په ننګرهار کې يې د رسنيو استازو ته د معلوماتو ته د لاسرسي او نورو برخو کې ترسره کړي.
۱۴۰۳/۴/۱۳ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۳ ميلادي
