تخار کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۵:۴۴
1212

یک‌شنبه (۲۴ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د خبريالانو د خونديتوب کميټې په ګډه همکارۍ د مرستيال والي ملا خال محمد حقاني په مشرۍ د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي ذبيح الله انصاري د رسنيو پر ودې او له خبريالانو يې په مادي او معنوي ملاتړ ټينګار وکړ او رسنۍ يې د اسلامي نظام د دښمنانو په ضد بهترينه وسله وبلله، نوموړي له خبريالانو وغوښتل چې د ا.ا.ا. د پاليسۍ او اصولو سره سم فعاليت وکړي.
همدارنګه د خبريالانو د خونديتوب کميټې مشر عبدالسميع خاورې، د خپلواکه ژورنالستانو د ټولنې مشر نصرت الله ابراهيمي، او عبدالمبين صافي په خپل نوبت سره خبرې وکړې او له دولت سره يې د هر اړخيزو همکاريو کولو ډاډ ورکړ.

۱۴۰۳/۴/۱۰ هـ ل
۲۰۲۴/۶/۳۰ میلادي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵۵
Background image

هلمند کې لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په هلمند ښوونيز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS