د فریلانسینګ پروګرام له پاره له ۲۰۰ تنو څخه ازموينه واخيستل شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۱۷:۱۶
…

پنجشنبه ( ۲۱ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري حمدالله سعید وویل، چي د (YHDO) مؤسسې او د ځوانانو چارو معینيت په ھمکارۍ په کندهار کې له ۲۰۰ تنو ځوانانو څخه د فریلانسینګ (آنلاین تجارت) پروګرام له پاره ازموینه واخیستل شوه، چې له دې کسانو څخه به ۱۰۰ کسان په ياده برخه کې د زده کړو لپاره غوره کیږي.

 د ښاغلي سعيد په وينا؛ د ازمویني پروسه ډیره شفافه وه، د سلو بریالیو کسانو انتخاب هم په ډېر دقیق ډول ترسره شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې په کندهار کې له دې وړاندي هم د ځوانانو څخه د فریلانسینګ پروګرام له پاره ازموینه اخیستل شوې وه او ځيني بریالي کسان مرکز کابل ته د زده کړو له پاره استول شوي دي.

۱۴۰۳/۳/۱۰ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۳۰ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS