د تاریخي آبداتو د ساتنې او بيارغونې رياست پلاوي غور ولايت ته سفر وکړ
سه شنبه ( ۱۹ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې او رغونې رياست د رئيس انجینر محمد حسیب نسيمي په مشرۍ يو مسلکي پلاوي غور ولايت ته د جام تاريخي منار د وضعيت د څيړنې په موخه سفر وکړ او د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس مولوي عبدالحی زعيم سره يې وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې او بيارغونې د رياست پلاوي د غور ولايت د سيمه ئيزې ادارې له مشرتابه او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره په همغږۍ د منار جام وضعيت له نږدې وليدلو.
۱۴۰۳/۳۸ ھ ل
۲۰۲۴/۵/۲۸ ميلادي
