اطلاعاتو او کلتور رئيس د صنعت او سوداګرۍ له رئيس سره وکتل
سه شنبه ( ۱۹ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاري احسان الله ساجد د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهير په ملتيا د صنعت او سوداګرۍ له رئيس او يو شمېر سوداګرو او پانګه والو سره وکتل.
په یاده کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس وویل: په پام کې لري د خان عبدالغفار خان په کمپلېکس کې ١٠٠٠ تنو ځوانانو لپاره وړیا ښوونيز مرکز جوړ کړي، چې د یاد مرکز په جوړونه او تمویل کې د ننګرهار له سوداګرو او پانګه والو د همکارۍ غوښتونکي یوو.
د ځوانانو چارو آمر په خپلو خبرو کې ننګرهار د ادب کور یاد کړ او ويې ويل: ښونيز مرکزونه د ننګرهار د هغو بې وزله ځوانانو لپاره جوړوو، چې په خصوصي مرکزونو کې د فیس د ورکړې توان نه لري، دلته به دوی ته په بېلابېلو پروګرامونو کې په وړيا ډول زده کړې ورکول کېږي.
د صنعت او سوداګرۍ رئيس سید عبدالبصیر پاچا پر سوداګرو او پانګه والو غږ وکړ، چې د بې وزله ځوانانو د روزلو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور له رياست سره لاس ورکړي او خپلې همکارۍ او مرستې په دې برخه کې ترې ونه سپموي، چې سوداګرو او پانګه والو ورته د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.
۱۴۰۳/۳/۸ ھ ش
۲۰۲۴/۵/۲۸ ميلادي
