کندز کې له خطاطانو، نقاشانو او مينياتورانو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه
یکشنبه ( ۱۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر آمريت له لوري له خطاطانو، نقاشانو او مينياتورانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
دکندز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مطيع الله روحاني خطاطان، نقاشان او مينياتورانو د يوې ټولنې لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه؛ دکندز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له ټولو خطاطانو، نقاشانو او مينياتورانو څخه بشپړ ملاتړ کوي. ښاغلي روحاني په نږدې راتلونکي کې د ملي نګارستان د جوړولو اعلان هم وکړ.
يوشمېر هنرمندانو خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه، چې خپل ټول هنري او فرهنګي فعاليتونه به د کندز ولايت داطلاعاتو او فرهنګ له رياست سره په بشپړه همغږۍ ترسره کوي او خپل آثار به د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ملي نګارستان ته سپاري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي نګارستان د اثارو د ساتنې او بيارغاونې آمریت، عمومي مدير خيرالدين ابراهيم خېل د دغه ملي نګارستان جوړېدل مهم وبلل، د نګارستان د تاریخي مخینې په هکله یې معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: ملي نګارستان په ۱۳۶۳ کال د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات په چوکاټ کې جوړ شو او اوسمهال په دې نګارستان کې ۸۰۰ شاوخوا تاریخي او هنري آثار شتون لري.
۲۰۲۴/۵/۲۶ ميلادي
۱۴۰۳/۳/۶ ھ ش
