هلمند کې د کتاب درې ورځنی نندارتون په برياليتوب پای ته ورسېد
سه شنبه ( ۱۲ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په ميرويس نيکه تفريحي پارک کې د کتاب اونۍ په وياړ د قرانکريم او کتاب د درې ورځني جوړ شوي نندارتون په وروستۍ ورځ هم ګڼ شمېر دولتي مسؤلينو، علماوو، ليکوالانو د پوهنتون استادانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالباري راشد وویل: د کتابونو نندارتونونه په واقیعت کي د هیواد د پرمختګ زیری دی، ځوانان باید د نندارتونونو له لاري مطالعې او د کتاب ملګرتیا ته وهڅول شي، ترڅو مو نوی نسل د هیواد جوړولو جوګه وګرځي، د نندارتون په لړ کې يو شمېر مسؤولينو او ملي سوداګرو د ونډه اخيستونکو کتاب پلورنځيو څخه په زرګونه ټوکه بېلابېل کتابونه و پېرل او عامه کتابون ته يې د ډالۍ په توګه وسپارل.
د هلمند ولایت تکړه لیکوال او جید عالم ښاغلي جبیر وويل: د نړۍ د پرمختګ راز د کتاب مطالعه او له کتاب سره مینه ده، که چیري غواړو چي پرمختګ وکړو، باید زیاته مطالعه وکړو او د کتاب ملګرتیا وکړو.
د هلال بارک هلمند ساختماني شرکت رئیس حاجي شرافالدين ۵۰۰ جلده بېلا بېل کتابونه وپېرل او د هلمند عامه کتابتون ته يې د ځوانانو، زده کونکو او عامو خلکو د مطالعې په موخه ډالۍ کړل.
همدا راز د بست پوهنتون مؤسس ښاغلي پوپل وویل: د ټولنې د پرمختګ او بقاء یوازنۍ لار د کتاب مطالعه ده، نوموړي ژمنه وکړه، چي بست پوهنتون به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ضرورت وړ المارۍ ورجوړې کړي، د نړیوالو ژورنالونو هغه لینکونه به ورکړي، چي بست پوهنتون ورڅخه استفاده کوي او نور هغه مواد به ور پوره کړي، چي عامه کتابتون ورته اړتیا لري.
د يادونې وړ ده، چې د یاد نندارتون په بېلابېلو برخو کي یو شمېر علماوو، مسؤلینو، خبریالانو او نورو ګډونوالو ته د کتابونو او مادي تحفو ډالۍ هم ورکړل شوې.
۱۴۰۳/۳/۱ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۲۱ میلادي
