د جوزجان له ښوونيزو مراکزو څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۱۳
…

چهارشنبه (۲۹ شوال المکرم ۱۴۴۵) د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين وايي: د اکټېډ موسسې په مالي ملاتړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له دريو ښوونيزو مرکزونو څخه ۵۵۰ تنه ځوانان د انګليسي ژبې، د سي وي ليکنې، فريلانسنګ او کمپيوټر برخو کې له زده کړو کولو وروسته فارغ شول او د فراغت سندونه يې ترلاسه کړل.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي سیف الدين معتصم وويل: ځوانان د ټولنې د ملا د تير حيثيت لري، باید د زده کړو په ترلاسه کولو د ټولنې او هيواد په وده او پرمختګ کې ونډه واخلي.

د اکټېډ موسسې ولايتي مسؤل انجینر امان الله امين وويل: دا مهال په دوو ښوونيزو مراکزو کې شاوخوا ۷۰۰ تنه زده کوونکي د ګرافیک ډيزاین، کمپيوټر، انګليسي ژبې او فريلانسنګ برخو کې په زده کړو بوخت دي او د اوسنيو ۵۵۰ تنو فارغينو له جملې څخه ۱۷ تنه ځوانان د فريلانسنګ برخې له زده کړو څخه فارغ شوي دي.

۱۴۰۳/۲/۱۹ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۸ میلادي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵۵
Background image

هلمند کې لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په هلمند ښوونيز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS