د غزني له ښوونيز مرکز څخه سلګونه تنه فارغ شوي دي

rahim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۰:۱۴
Ghazni province

چهارشنبه (۲۱ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسؤلينو په وينا؛ د وړيا ښوونيز مرکز څخه شاوخوا (۱۶۰۰) تنه د ديني تعليماتو، کمپيوټر او انګليسي ژبې له زده کړو څخه فارغ شوي دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا حميدالله نثار وويل: د اسلامي امارت له حاکميت څخه وروسته تر دې مهاله د ځوانانو چارو آمريت ښوونيز مرکز ځوانانو ته د وړيا او باکیفیته زده کړو زمينه برابره کړې چې په ترڅ کې يې ( ۱۶۰۰ ) تنه ځوانان له ياد مرکز څخه فارغ شوي دي.

ښاغلي نثار زياته کړه؛ ددې مرکز له اتمې ښوونيزې دورې څخه هم ( ۷۰ ) تنه ځوانان د کمپيوټر له برخې څخه فارغ شول.

۲۰۲۴/۴/۳۰ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۱ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS