د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس: اسلامي امارت د رسنيو ملاتړ ته ژمن دی

rahim_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۵۱
Ghazni province

یک‌شنبه (۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس ملا حميد الله نثار په مشرۍ د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا حميد الله نثار په اوسني وخت کې رسنۍ د خلکو او حکومت د ژبې په حیث وبللې او زياته يې کړه؛ اسلامي امارت د رسنيو ملاتړ ته ژمن دی، رسنۍ باید د اسلامي شريعت او افغاني فرهنګ سره سم خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي او د هېواد ملي ګټې په پام کې ونيسي.
 
نوموړي زياته کړه؛ غربي رسنۍ هره ورځ د افغانستان د ملي ګټو پرضد فعاليتونه ترسره کوي، چې ډېر مهم موضوعات يې په هېواد کې قومي او سمتي موضوعاتو ته لمن وهل وي.

د خبريالانو په استازولۍ د غزني د خبريالانو د اتحاديې رئيس ګلاب الدين اميري وويل: اسلامي او ملي ګټې د رسنيو او خبريالانو په کاري لومړيتوبونو کې دي او هڅه کوي چې خپلې ټولې چارې د هېواد له نافذه قوانينو سره سمې ترسره کړي.

۲۰۲۴/۴/۲۸ میلادي
۱۴۰۳/۲/۹ هــ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

زرنج ښار کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۳۷
Background image

د کونړ د رسنیو مسؤلینو او فرهنګیانو د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره ولیدل

د کونړ د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او یو شمېر فرهنګپالانو د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

کاپیسا کې د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د دوی د ستونزو حل، له خبریالانو څخه ملاتړ او د اطلاع‌ رسونې چارو ښه والي په. . .

BACK TO NEWS