کندوز زون کې له سلګونه تنو څخه د فریلانسېنګ ازموینه واخیستل شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۴۰
....

سه شنبه ( ۱۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د کندوز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت د اکتید مؤسسې په همکارۍ په کندوز زون کې له سلګونه تنو ځوانانو څخه د فریلانسېنګ یا (انلاين کار او تجارت) په برخه کې ازموینه واخیستل شوه.

د کندوز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمر قاري داد محمد منصور وويل: نن د کندوز زون سربېره په تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو کې هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو امریتونو له‌خوا په یاده برخه کې ازموینه ترسره شوه چې پکښې سلګونه تنه ځوانانو ونډه اخيستې وه. 

د ښاغلي منصور په وینا؛ ازموینې کې به په هر ولايت کې ۶ - ۶ تنه بریالي کېږي چې دغه بریالي کسان به په کندوز زون کې د فریلانسېنګ یا انلاين کاروبار روزنیز پروګرام په برخه کې زدکړې ترلاسه کوي. 

د یادونې وړ ده چې د فريلانسېنګ (آنلاین کاروبار) لومړنی درې میاشتنی تخصصي پروګرام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت له لوري د ځوانانو د اقتصادي پرمختګ په موخه ترسره شو، چې په کې د هېواد اوو ولایتونو لپاره ۴۲ مسلکي استادان د (آنلاین تجارت) په مهمو برخو کې روزل شوي دي، چې په ‌دې پروګرام کې د کندوز زون په کچه ۶ تنه استادانو هم برخه اخیستې وه، چې یاد شمېر استادانو له درې میاشتو زدکړو وروسته نن په کندوز زون کې د فریلانسېنګ روزنیز پروګرام پیل کړ.

۲۰۲۴/۴/۲۳ میلادي
۱۴۰۳/۲/۴ هــ ل
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS