هرات کې له خطاطانو، نقاشانو او ميناتورانو سره ناسته ترسره شوه
شنبه (۲۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او کلتور آمر مولوي حميدالله غياثي د کمال الدين بهزاد په انسټيټيوټ کې د ياد ولایت له خطاطانو، نقاشانو او ميناتورانو سره ناسته وکړه او له يادو هنرونو څخه يې په هر ډول ملاتړ ټينګار وکړ.
د هنر او کلتور آمر مولوي حميد الله غياثي وويل: هرات ولايت د اسلامي هنرونو يو له مهمو مرکزونو څخه دی، چې خوشبختانه تر دا مهاله پکې د اسلامي خطوطو دود ژوندی ساتل شوی دی.
د يادو هنرونو هنرمندانو خپلې ستونزې د هنر او کلتور له آمر سره شريکې کړې او له دې ادارې يې وغوښتل تر څو ددوی د آثارو د پلور لپاره زمينه برابره کړي، همدا راز دوی د هرات په پوهنتون کې د خط ډيپارټمنټ جوړول، نړيوال نندارتونونه جوړول او په ملي آرشيف کې د خپلو آثارو د خوندي کولو غوښتنه وکړه.
د هنر او کلتور آمر مولوي غياثي دوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د اطلاعاتو او کلتور رياست به په خپل ټول توان سره د هنرمندانو ملاتړ وکړي.
