د عامه کتابتونونو رياست له لوري د سيرت النبي ﷺ سيالي ترسره شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۲۰:۱۶
….

جمعه ( ۲۶ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست د رمضان مبارکې مياشتې په مناسبت  د نبوي سيرت سيالي ترسره کړه، چې پکې سلګونو ځوانانو ګډون کړی و.

د کابل ښار د فوټبال په جمنازيوم کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د سیالۍ ګډونوالو ته په وينا کې وویل: د نبوي سيرت سیالۍ ترسره کول که له يوې خوا  ستاسو د استعدادونو د معلومولو محفل دی؛ خو له بلې خوا دا له حضرت رسول اکرم ﷺ سره ستاسو الفت او محبت ښکاره کوي، نوموړي د سيالۍ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د هېواد نور ځوانان هم دې ته وهڅوي چې نبوي سیرت مطالعه او پر ځانونو يې عملي کړي.

د عامه کتابتونونو رئیس قاري عبيدالله حنيف، د يادې سيالۍ د ترسره کېدو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د نبوي سيرت او کتاب لوستلو دغه علمي او فرهنګي سيالۍ، د نوي نسل او ځوانانو د سالمې روزنې، ذهني تنوير، د اسلافو له تاریخ او کارنامو سره د نوي نسل د آشنا کولو او د علمي انکشافاتو په موخه ترسره کېږي.

د عامه کتابتونونو رياست د مسؤلينو په وينا؛ د نبوي سيرت سيالۍ په بشپړ شفافیت ترسره شوه چې د نجونو په شمول، ۱۰۵۰کسانو په کې ګډون کړی و، ټاکل شوې ده د دې سیالۍ پایلې په نږدې ورځو کې اعلان شي او هغو ګډونوالو ته چې لوړې نمرې ترلاسه کوي، کمپیوټر، مبایل او نورې جایزې په پام کې نیول شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۸
Background image

(بلخ د افغانستان د فرهنګي پایتخت او د تمدنونو څلور لارې) په نوم علمي او څېړنیز سیمینار ترسره شو

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې (بلخ د افغانستان د فرهنګي پایتخت او د تمدنونو څلور لارې) په نوم یو ورځنی علمي او څېړنیز سیمینار ترسره شو، چې موخه یې د بلخ ولايت تاریخ، علمي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

ګردیز کې د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ او همکارۍ چې په مرکز ګردیز ښار کې د خصوصي ښوونځیو د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

سرپل کې د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د سرپل ولایت اړوند د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې، چې ۷۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د سرپل د اطلاعاتو. . .

BACK TO NEWS