د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رياست د بيان دفن سيالۍ پايلې اعلان کړې

rahim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۰:۳۵
Faryab province

 دوشنبه (۲۲ د رمضان المبارک ۱۴۴۵ ) د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو آمريت له خوا د فن د بیان سیالۍ پایلې اعلان شوې،چې په يادو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي او د‌ دې رياست يو شمېر مسؤلينو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

د ځوانانو چارو آمر مولوي سيد عبدالمبين فصيح وويل: په دې سيالۍ کې پنځوسو تنو ځوانانو برخه اخيستې وه، چې د کميټې له خوا تر دقيقي کتنې وروسته ، لسو غوره ويناوالو ته نغدي جايزې او ستاينليکونه ورکړل شول.

عنایت الله د محمد سرور زوی د ۳۹ نمرو   په ترلاسه کولو سره لومړی مقام، عبدالناصر د ګلمراد زوی د ۳۷ نمرو  په ترلاسه کولو سره دوهم مقام او حسام الدین د غلام حيدر زوی د ۳۶.۵ نمرو په ترلاسه کولو سره دریم مقام خپل کړ .

ديادونې وړ ده،چې لومړي مقام ګټونکې ته ۳۰۰۰ افغانۍ، دويم مقام ګټونکې ته ۲۵۰۰ افغانۍ او دريم مقام ګټونکې ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې او نور اووه غوره ویناوال په ستاینلیکونو او په زر زر  افغانيو وستایل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۸
Background image

(بلخ د افغانستان د فرهنګي پایتخت او د تمدنونو څلور لارې) په نوم علمي او څېړنیز سیمینار ترسره شو

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې (بلخ د افغانستان د فرهنګي پایتخت او د تمدنونو څلور لارې) په نوم یو ورځنی علمي او څېړنیز سیمینار ترسره شو، چې موخه یې د بلخ ولايت تاریخ، علمي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

ګردیز کې د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ او همکارۍ چې په مرکز ګردیز ښار کې د خصوصي ښوونځیو د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

سرپل کې د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د سرپل ولایت اړوند د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې، چې ۷۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د سرپل د اطلاعاتو. . .

BACK TO NEWS