قلات ښار کې د امير المٶمنين د ويناوو او اصلاحي پیغامونو لیکلو لړۍ پيل شوه.
دوشنبه ( ۲۲ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د زابل ولايت د کلات ښار بیلابیلو ساحو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمریت له لوري د ټولنې د اصلاح، سمون او پاملرنې په موخه د اصلاحي پیغامونو او د عاليقدر امير المٶمنين د ويناوو د لیکلو لړۍ پیل شوې، چې پر مټ به يې ټول زابل کې ٣٠٠ متره اصلاحي پيغامونه او ويناوې وليکل شي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست مسٶلين وايي: دا ويناوې او پیغامونه په ښکلي لیک سره بیلابیلو مناسبو ځایونو کې لیکل شوي او په یوه شمېر ساحو کې یې لاهم لیکل جريان لري،چې موخه يې خلک د ازادۍ پر ارزښت پوهول، د اسلامي او افغاني کلتور سره اشنا کول دي، ترڅو د ځوانانو او خلکو سره د خپلواکۍ پالنې او ملت پالنې فکر زیات شي، چې په مټ یې د خلکو اذهان مثبت لوري ته جوړ شي.
د کلتور او ګرځندوی آمر عبدالولي بشرمل دا ډول پیغامونه او ويناوې تر خلکو رسول د عامه پوهاوي اغېزناکه لاره بولي، په خبره يې په دې سره په ځوانانو کې د اسلام او وطن پالنې حس د قوي کیدو ترڅنګ د دې لامل کیږي چې خپل کلتور او مسٶليت په ښه ډول وپیژني.
١٤٤٥/٩/٢٢هــ ق
١٤٠٣/١/١٣هــ ش
