د عامه کتابتونونو رياست ماشومانو ته د کيسو لوستنې پروګرام ترسره کړ
شنبه (۲۰ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رياست له لوري په یاد رياست کې یتيمو ماشومانو ته د کتاب لوستنې ته د تشویقولو په موخه د کيسه لوستنې پروګرام ترسره شو.
د عامه کتابتونونو رئيس قاري عبدالله حنیف يادو ماشومانو ته د اوسني نظام د سمې پېژندنې په موخه لنډ او جالب معلومات وړاندې کړل او ماشومان يې کتاب لوستنې ته تشويق کړل.
همدا راز د عامه کتابتون يو تن مسؤل حسن شينواري يادو یتيمو ماشومانو ته د حضرت محمد مصطفی (صلی اللّٰه علیه وسلم) او اصحابو کرامو (رضوان اللّٰه تعالی عنهم أجمعین) د ژوند څو کيسې چې د صبر او استقامت نمونې وې وړاندې کړې، تر څو دوی له همدې کيسو څخه په الهام اخستلو د خپل ژوند د کاميابۍ درسونه ياد کړي.
په پای کې د عامه کتابتونونو رياست له لوري يادو ماشومانو ته تيارې شوې ډالۍ وويشل شوې.
