د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين د هرات پوهنتون له نندارتون څخه ليدنه وکړه
شنبه (۲۰ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين او د هرات مرستيال والي ښاغلي مهاجر فراهي د ياد ولايت د پوهنتون د استادانو او هنرمندانو د قراني آياتونو د آثارو له نندارتون څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي مهاجر فراهي د خپلو خبرو په ترڅ کې د خطاطۍ هنر د يوې ملي لاسته راوړنې په ډول ياد کړ او ټينګار يې وکړ، چې د هرات ولايت محلي اداره له هنرمندانو او خطاطانو څخه هر اړخيز ملاتړ کوي.
نوموړي له سوداګرو او سرمايه لرونکو وغوښتل چې د هنرمندانو او خطاطانو د آثارو په اخستلو سره ددوی ملاتړ وکړي او ددې ديني او لرغوني هنر د دوام او زياتوالي زمينه برابره کړي.
