د امام اعظم رحمه الله په ننګه د لیکل شوي کتاب د ازموېنې پاېلې اعلان شوي

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۴:۳۷
…

دوشنبه ( ۱۵ رمضان ۱۴۴۵ ) د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري خراسان پوهنتون کې محصلینو ته د معلوماتو زیاتوالي او د مطالعې د فرهنګ دودولو په موخه د امام اعظم رحمه الله په ننګه لیکل شوی کتاب ورکړل شوی وو، چې تېره ورځ پکې له یو شمېر محصلینو څخه ازموېنه واخستل شوه او نن یې د یوې غونډې په ترڅ کې پاېلې اعلان شوې، چې په مراسمو کې یې د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاري احسان الله ساجد، د یاد پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی وو.

د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر وویل؛ کوښښ کوو ځوانانو ته د عصري زده کړو ترڅنګ په دین او مذهب کې هم د معلوماتو  ترلاسه کولو داسې پروګرامونه جوړ کړو، چې له یوې خوا په ځوانانو کې د مطالعې فرهنګ دود شي او بل لور د اسلام مبارک دین په برخه کې د دوی معلومات لا زیات شي.

 د خراسان پوهنتون د بشري علومو پوهنځي رئیس استاد اورنګ صمیم او څو تنو محصلینو په خپلو خبرو کې  ورته پروګرامونه د ځوانانو فکري رغښت لپاره ګټور وبلل او د یادو پروګرامونو د دوام او پراخوالي غوښتنه يې وکړه.

 د ازموېنې ګټونکو محصلینو ته په ترتیب سره اول مقام ګټونکي ته ځیرک موبایل، دویم مقام ګټونکي ته ساده موبایل، درېیم مقام ګټونکي ته الفجر ساعت او همدارنګه تر لسم مقام پورې ګټونکو ته ټاکل شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS