هرات ولایت کې ۵۰۰ قلمه تاریخي آثار کشف او راټول شوي
یکشنبه ( ۱۴ د رمضان المبارک ۱۴۴۵ ) د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي: دې ولايت کې ۵۰۰ قلمه تاريخي آثار کشف او راټول شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د موزیم او آرشیف عمومي مدیر عبدالجبار نورزي وویل: د دوو کلونو په جریان کې ۲۱۵ قلمه تاریخي آثار د ياد رياست له لوري کشف او موزیم ته سپارل شوي، همدارنګه ۳۰۰ قلمه تاریخي آثار چې تاریخي مخینه هم لري، د خلکو له لوري دغې موزیم د ډالۍ په توګه ورکړل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د هرات ولایت موزیم او آرشیف په اختیار الدین کلا (ارګ) کې موقعیت لري او سل کاله مخکې یې پرانیستنه شوې ده، چې په هغه وخت کې د دخولي ټکټ بیه یو پول وو او د عجایب خانه په نوم یادېدو.
