د کندهار اطلاعاتو او کلتور رياست د معتادينو له روغتيايي مرکز سره د کتابونو مرسته وکړه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۲۰:۴
…

یکشنبه ( ۱۴ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د معتادينو له روغتيايي مرکز سره د ۲۰۰ ټوکه بيلابيلو کتابونو مرسته وکړه.

ياد کتابونه چي پر بيلا بيلو موضوعاتو ليکل شوي و، د  اطلاعاتو او کلتور  رياست د رئيس مولوي انعام الله سمنګاني له لوري د معتادينو روغتيايي مرکز مسؤلينو ته وسپارل شول.

د اطلاعات او کلتور رئيس وويل:  ياد مرکز ته د کتابونو د ورکړې څخه ئې موخه معتادينو ته د مطالعې زمينه برابرول او د ښه کتابونو د مطالعې په رڼا کي د ښه انفرادي او ټولنیز ژوند له پاره فرصتونه برابرول دي.

د يادونې وړ ده چې څه موده مخکې هم د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د کندهار عمومي محبس کتابتون ته سلګونه جلده کتابونه ورکړل شوي وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS