کندهار کي د دښت ليلې د شهيدانو هديرې دروازه او معلوماتي ډبره جوړه شوه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۲۰:۲
…

یکشنبه ( ۱۴ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د شفاهي هدایت په اساس د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په اوله عېنومېنه کي د دښت ليلې د شهيدانو هديرې دروازه او معلوماتي ډبره په اساسي ډول جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د يادونې وړ ده چې په ياده هديره کي زرګونه هغه شهيدان دفن شوي دي، چي په ١٣٧٦ لمريز کال کې د شر او فساد د محوې په منظور د اسلامي امارت په چوکاټ کي د شمال د فتحې او تصفيې لپاره مزار، جوزجان او نورو ولايتونو ته استول شوي و، چې د يو ستر غدر او خيانت له امله د هغه وخت د شر او فساد د يو مخکښ جنرال عبدالمالک او نورو مشرانو لخوا د جوړجاړي په ترڅ کې لومړى اسيران او بيا يې په ډلييزه توګه  په شهادت ورسول، چې د شهيدانو جسدونه دوه کاله وروسته په ١٣٧٨ لمريز کال پر شمال باندې د اسلامي امارت تر بشپړ تسلط وروسته کندهار ته را انتقال شول او په دغه مقبره کي خاورو ته وسپارل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS