پکتیکا کې د ( چاپې سهار ) کتاب مخکتنه و شوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۰:۴
…

يکشنبه( ۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د پکتیکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې د پیاوړي قلموال مولوي ضیاالحق حسان د چاپ شوي اثر (چاپې سهار) د دویم ټوک مخکتنه او نقد وشو، چې په دې غونډه کې د پکتیکا امنیه قوماندان تر څنګ، د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا محمد امین حذیفه، د ملي راډیو تلویزیون آمر، د فرهنګپالو ځوانانو مشر،  د کتاب لیکوال مولوي ضیالحق حسان او یو شمېر نورو فرهنګیانو او ځوانانو برخه لرله. 

 د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر محمدذاکر نایاب د لیکل شوي کتاب تاثُرات وویل او د کتاب لیکنۍ بڼه یې مزینه، سلیسه، روانه او سمه وبلله.
 
نایاب وویل: چاپ شوی اثر څلور فصلونه لري، چې په لومړی فصل کې یې جنایتونه، په دویم کې یې د اتلانو اتلولۍ، په درېیم کې یې د شهیدانو شهادتونه او کرامتونه او په څلورم فصل کې یې د مجاهدینو ملګروو یادونه او دردونه په ډېره ښه بڼه لیکل شوي او هره جمله یې د معنا تر څنګ، دغم، درد، ارمان او خواخوږۍ احساس وړاندي کوي. 

هغه دغه راز په کتاب کې ګرامري تېروتنې په ګوته کړې او د غونډې د ګډونوالو او چاپ شوي کتاب د لیکوال مخته یې کېښودې. 

ورپسې د پکتيکا امنيه قوماندان، د فرهنګپالو ځوانانو د ټولنې مشر او نورو په خپل نوبت سره د کتاب په اړه خبرې وکړې.

په پای کې د (چاپې سهار) لېکوال مولوي ضیالحق حسان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو څخه مننه وکړه چې د کتاب د چاپ کېدو او مخکتنې په برخه کې یې ګام پورته کړ او زه یې لا ډېر څه لېکلو ته وهڅولم. 
نوموړي زیاته کړه، د کتاب درېیمه برخه یې هم پیل کړې چې په راتلونکي کې به د لوستونکو مخته کېښودل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS