یو بهرني سیلانیاني د پروان له توپدرې سټوپې څخه لیدنه وکړه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۲۱:۲
….

چهارشنبه(۳ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) یو جرمني سيلاني ماریوس هوپنر (Marius hopnar) په پروان ولايت کې له توپدرې سټوپې څخه ليدنه وکړه.

 د ليدنې پر مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی مدیر مولوي نورالرحمن رحماني د توپدرې سټوپې د ارزښت او تاريخي شاليد په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د توپدرې سټوپه يو له تاريخي آبداتو څخه ده، چې شاوخوا ۲۰۰۰ کاله تاریخ لري.

په ورته وخت کې ماریوس هوپنر (Marius hopnar) د افغانستان  پروان ولایت ته د خپل سفر موخه، د لرغونو او سياحتي سیمو څخه ليدنه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې افغانستان اوس د یوې آرامه او ډاډمنې فضا څخه برخمن هيواد دی.

 ښاغلي هوپنر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هرکلي څخه د مننې ترڅنګ له نورو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو هم وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي او له سیاحتي ځایونو څخه لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS