د فارياب له ښوونيز مرکز څخه ۲۰۰ تنه زده کوونکي فارغ شول

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۲:۰
…

تېره ورځ د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت اړوند ښوونيز مرکز څخه ۲۰۰ تنه زده کوونکي د ويناوالۍ، رياضياتو او د انګليسي ژبې ادبياتو څخه فارغ شول.

د ځوانانو چارو آمر سيد عبدالمبين فصيح وويل: ځوانان د ټولنې سرمايه ده، باید د ځوانانو د ظرفيت لوړونې لپاره ډېر کار وشي، د ځوانانو چارو آمريت ښوونيز مرکزونه د وړيا زده کړو ورکولو په برخه کې د ځوانانو خدمت کې دي، چې دا ځل د درې مياشتنو زده کړو وروسته له مختلفو برخو څخه  ۲۰۰تنه زده کوونکي ترې فارغ شول.

د دولتي ادارو استازو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د مننې کولو تر څنګ له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې له فرصتونو څخه سالمه ګټه واخلي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

۱۴۴۵/۹/۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۲۱ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS