کندهار کې د طلوع افغان جريدې اړوند علمي سيمنار تر سره شو

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۴:۳۲
…

سه شنبه (۲۴ د شعبان ۱۴۴۵)  د کندهار په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د طلوع افغان جريدې اړوند علمي سيمينار کې د اطلاعات او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني تر څنګ، استاد حيات الله رفيقي، ليکوال نعمت الله شاکر، ډيرو نورو ليکوالانو، شاعرانو او اديبانو برخه اخيستې وه.

د پېل په وينا کې ښاغلي سمنګاني د چاپي او الکترونيکي رسنيو په ارزښت او ګټو هر اړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل: په تيرو څو لسيزو کي په افغانستان کي د چاپي رسنيو لپاره د نورو هېوادونو په نسبت ډير کار نه دی تر سره شوی.

ښاغلي سمنګاني د طلوع افغان جريدې اړوند وويل: هڅه کوي، چي ياده جريده وساتي او د وخت د اړتياوو سره سم ئې برابره کړي او د ليک- لوست کلتور را ژوندی کړي.

استاد حيات الله رفيقي د طلوع افغان جريدې اړوند په خپله ليکل شوې مقاله کي د يادې جريدې پر تاسيس او تر دې مهاله پر رارسيدو  خبري وکړې او ويې ويل: د طلوع افغان جريده ۱۰۲ کاله مخکي د مولوي صالح محمد هوتک له خوا تاسيس  شوه، چي د وخت د اړتياوو سره سم نشريات يې درلودل.

ليکوال نعمت الله شاکر بيا په (طلوع افغان جريدې کي کومو ليکنو ته باید ځای ورکړل شي) مقاله کي د ايمان او عقيدې اړوند ليکنو، د عباداتو او احکامو باندي ليکل شوو ليکنو، تعاملاتو، سلوک، فاميلي، ټولنيز، سياسي، اداري، اقتصادي او علمي ليکنو تر څنګ د هېواد سياسي او اقتصادي راپورونه او معلوماتو يادونه وکړه ، چي باید په کي خپاره کړل شي.

د کندهار مجلې مسئول مولوي عبدالرحيم غياث صاحب له لوري د (طلوع افغان جريدې د ضعف لاملونه او پر حل لارو چارو) ليکل شوې مقاله کي يادونه وشوه، چي ياده جريده د وخت د مشهورو علماء کرامو له لوري  تاسيس شوې، چي وروسته د مختلفو عواملو له امله  د ضعف حالت ته تللې ده. 

نوموړي يادونه وکړه؛ چي اوس بايد د يادې جريدې له پاره تشکيلات اضافه شي، انټرنيټي سايټ ورته فعاله شي، دولتي ادارو ته هدايت وشي، چي قراردادونه او اعلانونه يوازي د همدې جريدې له لاري تر سره شي او مالي ستونزو ته ئې پاملرنه وشي.
ورستيو کې په( طلوع افغان کي بايد کومو شعرونو ته ځای ورکړل شي) تر عنوان لاندي مقاله کي يادونه وشوه، چي په شرعي او ټولنيز معيار برابر شعرونه بايد په ياده جريده کي خپاره کړل شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS