ننګرهار کې د سيمه ئيزو او خپلواکو رسنيو له استازو سره ناسته ترسره شوه
تېره ورځ د ننګرهار ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ياد رياست د اطلاعاتو آمر په مشرۍ د سيمه ئيزو او خپلواکو رسنيو د استازو سره د يو شمېر موضوعاتو د حل په موخه ناسته ترسره شوه.
د اطلاعاتو آمر قريشي بدلون ژورنالستانو ته ډاډ ورکړ، چې اوسنی نظام د ژورنالېزم او رسنيو اصولو ته د اسلام مبارک دين او افغان کلتور په رڼا کې ډېر اهميت ورکوي او له حقوقو څخه يې دفاع کوي.
ښاغلي بدلون وويل: رسنۍ د حکومت او خلکو ترمنځ د پل حیثیت لري او د ژورنالېزم د اصولو له مخې موږ او تاسو ته پکار دي، چې د پورتنيو خبرو په پام کې نيولو سره په خپل وخت کره خبرونه هېوادوالو ته وړاندې او د پردیو پوچو تبلیغاتو مخنیوی وکړو.
ژورنالستانو او د رسنيو استازو د اطلاعاتو آمر سره یو شمېر غوښتنې او وړانديزونه شریک کړل، چې د نوموړي له لوري د حل ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۵/۸/۱۴ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۵ هـ ل
