د هرات ولايت اقتصادي مرستيال مولوي مهاجر فراهي د ژورنالستانو او رسنيو سره تعارفي ناسته وکړه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۲۰:۱۷
…

دوشنبه(۲ د شعبان ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين او د هرات ولايت اقتصادي مرستيال مولوي مهاجر فراهي د ژورنالستانو او رسنيو سره تعارفي ناسته وکړه.
 ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين او د هرات ولايت مقام اقتصادي مرستيال مولوي مهاجر فراهي، د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي، د نورو دولتي ادارو مسؤلينو، خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو ګډون کړی و.
ښاغلي فراهي د اطلاع رسونې په برخه کې د رسنيو او ژورناليستانو رول مهم وباله او له دوی يې وغوښتل چې په رښتينولۍ سره خبري واقعات خپاره کړي.

نوموړي زياته کړه؛ اسلامي امارت د بيان د ازادۍ او اطلاع رسونې برخه کې له رسنیو ملاتړ کوي، دا مهال هېواد کې بنسټيزې پروژې روانې دي، تر څنګ يې د اوبو بندونه جوړول، د کانونو ويستل، د داخلي تولیداتو زياتېدل او داسې نور واقعيتونه بايد له رسنيو څخه خپاره کړل شي. 

د ژورنالستانو او رسنيو په استازولۍ دوو تنو ژورنالستانو محسن کريمي او احمد احمدي په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت او کړنو څخه يې ملاتړ څرګند کړ او زياته يې کړه؛ د بهرنيو رسنيو د دروغجنو خبرونو پر وړاندې مبارزه کوي او واقعيتونه خپروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۴۲
Background image

لوګر کې د ساینسي علومو د سیالۍ آزموینه واخېستل شوه

د لوګر ولايت اطلاعاتو او کلتور ریاست او د الفت ښوونیز مرکز په ګډه همکارۍ د يوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، له ۱۲۰ تنه زده کوونکو او ځوانانو څخه د ساینسي علومو آزموینه واخېستل شوه.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۷
Background image

د هلمند ښوونيز مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول

د هلمند ولایت  داطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د هلمند ښوونیز مرکز له ۴۹۵ تنو شاګردانو څخه د پنځمې دورې د کمپیوټر برخه کې تر دوه مياشتنيو زده کړو وروسته  ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۹:۵۰
Background image

په فاریاب کې د خبریالانو او رسنیو د مسؤلينو د همږغۍ غونډه وشوه

فارياب ولايت کې د ولايت مقام د مرستيال مولوي حميدالله ارشاد په مشرۍ او د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس مولوي شمس الدين محمدي په شتون کې د دې ولايت د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د. . .

BACK TO NEWS