يوشمېر عالمانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۷ - ۹:۱۷
يوشمېر عالمانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره وکتل

يوشمېر عالمانو نن  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له سرپرستې حسينې ساپۍ سره  په کتنه کې  د رسنيو په تېره بيا د تصويري رسنيو د خپرونو په اړوند خپل وړانديزونه  چې بايد اسلامي او د هېواد  د اصيل فرهنګ ارزښتونو ته پکې پاملرنه وشي،  شريک کړل.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛  په دې غونډه کې  چې مولوي عبدالسلام عابد مولوي  رحمت الله اندړ ، شيخ خدابخش محسني او يو شمېر نور عالمان هم حاضر وو، عالمانو ټينګار وکړ چې دکرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په مقصد څرنګه چې  جوماتونه  تړل شوي دي، بايد رسنۍ  او په تېره بيا تصويري  رسنۍ  دې هم د هغو پروګرامونو له جوړولو چې خلک پکې راټولېږي  ډډه وکړي.
هغوى وويل: که چېرې  ولايتونه  قرنطين شي خلک به په خپلو کورونو کې زياتره تلويزيوني پروګرامونه  وګوري .
عالمانو ز ياته کړه چې د رسنيو په تېره بيا د تلويزيونونو په خپرونو کې دې اسلامي، فرهنګي او تعليمي ارزښتونو ته زياته پاملرنه وشي او د مبتذلو پروګرامونو له خپرولو څخه  چې د اسلامي فرهنګ او د هېواد د خلکو د دودونو پرخلاف دي، ډډه وشي .
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې  حسينې ساپۍ  ديني، اسلامي او فرهنګي  ارزښتونو ته  پاملرنه د دغه وزارت  لومړيتوبونه وبلل او عالمانو ته يې  د خپلو همکاريو ډاډ ورکړ.
  هغې ټينګاروکړ چې د رسنيو په  خپرونوکې بايد اسلامي او فرهنګي ارزښتونه او  د خلکو ګټورو دودونو ته جدي پاملرنه وشي.
کابل / دوري ٦مه / باختر :

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS