یو بهرني سیلاني د پروان له توپدرې سټوپې څخه لیدنه وکړه

wares_admin
جمعه ۱۴۰۲/۱۱/۲۰ - ۱۷:۲۵
....

پنجشنبه(۲۹ د رجب۱۴۴۵) یو سنګاپوري سيلاني بسانت (Basanth) په پروان ولايت کې له توپدرې سټوپې څخه ليدنه وکړه.

 د ليدنې پر مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر عتيق الله صافي د توپدرې سټوپې د ارزښت او تاريخي شاليد په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د توپدرې سټوپه يو له تاريخي آبداتو څخه ده، چې شاوخوا ۲۰۰۰ کاله تاریخ لري.

ښاغلي صافي زیاته کړه؛ په پروان ولایت کې له ۸۰ څخه زیاتې تاریخي، لرغوني او سیاحتي سيمې شتون لري چې تر ټولو مشهور یې د توپدرې سټوپه، د جبل السراج تاریخي کلا، د بګرام کلا، عبدالله برج، او جبل السراج تاریخي برجونه دي.

په ورته وخت کې بسانت (Basanth) پروان ولایت ته د خپل سفر موخه، د تاريخي، لرغونو او سياحتي سیمو څخه ليدنه یاده کړه او زیاته یې کړه؛ چې مونږ افغانستان د ډاډمن امنیت لرونکی هیواد و وموند، د افغانستان خلک واقعاً په یوه داسې خاوره کې ژوند کوي چې په سلګونو تاریخي آثار لري.

 ښاغلي بسانت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هرکلي څخه د مننې ترڅنګ له نورو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو هم وغوښتل، چې افغانستان ته سفر وکړي او له سیاحتي ځایونو څخه لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS