د ځوانانوچارو معینیت د (۶۰) خصوصي پوهنتونونو او صحي علومو انسټیټيوټونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړه

wares_admin
جمعه ۱۴۰۲/۱۱/۲۰ - ۱۷:۲۱
....

تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزرات د ځوانانو چارو معینیت له لوري د یوې غونډي په ترڅ کي د یوشمېر خصوصي پوهنتونونو او صحي علومو انسټیټيوټونو سره د محصلینو لپاره د تخفیف هو کړه لیکونه لاسلیک کړه، چې ددغه هوکړه لیکونو په اساس به زرګونه ځوانان په بیلابیلو پوهنځیو کې په زیات تخفیف سره  خصوصي پوهنتونونو ته وروپیژندل شي.

  د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد وویل: موږ په هېواد کې داسې ډیرځوانان لرو چي د ښه استعداد او پوهي خاوند وي، خو د مالي امکاناتو د نه شتون په سبب ډیر ځله د زده کړو څخه محروم پاتې کیږي، نو موږ ته لازمه ده چې تر خپل وس پورې د دوی لاس نیوی وکړو.

 ښاغلي راشد همدا راز وویل: چي ډیر ژر به په یادو خصوصي پوهنتونونو کې د فریلانسینګ مراکز پرانیستل شي چي محصلین به د زده کړو ترڅنګ ښه عواید هم تر لاسه کوي .

د غونډي په وروستۍ برخه کي د خصوصي پوهنتونونو او صحي علومو انسټیټيوټونو مسؤلينو او استازو د ځوانانو چارو معینت څخه مننه وکړه او د همکارۍ ډاډ یي ورکړ.

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم د ځوانانو چارو معینیت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي وه، چې زیات شمېر ځوانان د یاد چانس څخه برخمن دي او یاده پروسه اوس هم جریان لري.


۱۴۴۵/۷/۲۷ ھ ق
۱۴۰۲/۱۱/۱۸ ھ ل
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵۵
Background image

هلمند کې لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په هلمند ښوونيز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS