د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مقاله لیکنې سیالۍ پایلې اعلان شوې
تېره ورځ د پکتیا ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو چارو آمریت له لوري د مقاله لیکنې سیالۍ پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان او غوره مقاله لیکونکو ته ډالۍ ورکړل شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب جان اسلام یار وویل: له سیالۍ څخه موخه د ځوانانو مطالعې او لیکوالۍ ته هڅول او د اسلام، اسلامي نظام او اسلامي ارزښتونو سره سم د هېواد او ټولنې د پرمختګ لپاره لیکنې کول دي.
د نوموړي په خبره، د مقالې لیکنې دې سیالۍ ته ګڼ شمېر مقالې د مختلفو ځوانانو او لیکوالانو لخوا رالېږل شوې وې، چې د ارزونې شپږ کسیزې کمېټې له لوري ټولې مقالې په شفاف او دقیق ډول کتل شوې او ۳ تنه د غوره مقاله لیکونکو په توګه اعلان او وستایل شول.
د پکتیا لیکوالان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مقاله لیکنې دې سیالۍ څخه هر کلی کوي او د ځوانانو راتلوونکي لپاره دا یو مثبت ګام بولي، خو غوښتنه کوي چې لیکوالانو لپاره دې نور کار هم وشي او د هغوی لاسنیوی دې وشي تر څو خپلې مقالې د کتاب په بڼه چاپ کړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین بیا لیکوالانو او ځوانانو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکوي او وايي چې لیکوالانو ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د دې سیالۍ غوره مقالې به د کتاب په بڼه چاپېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې سیالۍ ۳ تنه غوره مقاله لیکوونکي هر یو لومړی مقام ګټوونکی ډاکتر عبدالقیوم ذاکر، دوهم ذبیح الله ذهین او درېیم مقام ګټوونکی حفیظ الله همدرد دي، چې د یاد ریاست له لوري په مختلفو ډالیو ونازول شول.
۱۴۴۵/۷/۲۶ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۱۷ هـ ل
