۳۳ تنه ځوانان د کمپیوټر له ۶ میاشتني زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول
تېره ورځ (۱۶ رجب المرجب ۱۴۴۵ هـ ق) د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز کې ۳۳ تنه ځوانانو ته د کمپیوټر (CIT) پروګرام له ۶ میاشتني زده کړو ترلاسه کولو وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
یاده فراغت غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري احسان الله ساجد فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ د یاد مرکز له استادانو هم مننه وکړه، وې ویل: اوسنی نظام هڅه کوي ټولو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د زدهکړو ترلاسه کولو شونتیا برابره کړي.
قاري ساجد وویل: اوسمهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز کې ۵۰۰ هغو ځوانانو ته چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، په وړیا ډول د زدهکړو امکانات برابر کړي او عملاً پر زده کړو بوخت دي.
په مراسمو کې څو تنو فارغو ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسوولینو مننه وکړه، چې په وړیا ډول یې بې وزلو ځوانانو ته په مختلفو برخو کې د زدهکړو امکانات برابر کړي.
