د تخار اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د مطالعې لپاره کتابونه ورکړل شول

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۲:۴۸
....

 تېره ورځ (١٥ رجب‌المرجب ۱۴۴۵ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رياست د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي ذبیح الله انصاري ته ١٤٤ ټوکه دیني او عصري زده‌کړو کتابونو ور کړل.
ښاغلي انصاري د کتابونو په ور کړه خوښي څرګنده او مننه یې وکړه، چې دغه کتابونه د تخار د اطلاعاتو او کلتور رياست ته ور کړل شول.
ښاغلي انصاري د تخار له ټولو زده‌کړیالانو او زده‌کوونکو څخه وغوښتل چې د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست عامه کتابتون ته مراجعه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS