د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئيس د تاريخي آبداتو په ښې ساتنې ټينګار وکړ

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۳:۳۱
....

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نصرالله ملکزاده تېره ورځ د باختر خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې د تاريخي آبداتو په ښې ساتنې ټینګار وکړ.
ښاغلي ملکزاده وويل: تاريخي آبدې او کلتوري ميراثونه د هېواد ملي سرمايه ده، د اسلامي امارت د پاليسۍ سره سم يې ساتنې ته متعهد يو، نوموړي د دريو تاريخي آبدو د ثبت کولو څخه خبر ورکړ او  په پنجشېر درې ولسوالۍ کې د برج بته تاريخي آبدې په کارونو کې د پرمختګ معلومات هم شريک کړل.
د ښاغلي ملکزاده په وينا؛ په پنجشېر ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين هيڅ چاته هم اجازه نه ورکوي چې خپلسرې کيندنې وکړې، چې په دې اړه يې خلکو ته اخطاريې هم ورکړې دي او الحمدالله په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه شتون نه لري.

۱۴۴۵/۷/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۴ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS