د لوګر سیمه ييز موزیم د آثارو د ترمیم چارې د مسلکي غړو لخوا پیل شوي

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۲:۳۴
......

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند  د سیمه يیز موزیم د تاریخي آثارو د ترمیم چارې د ملي موزیم د مسلکي غړو لخوا پیل شوي، چې تر دې دمه یې شاوخوا شل قلمه بېلابېل أثار ترمیم کړی دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي موزیم د کوشانیانو دورې مدیر محمد سالم رحماني وایي: په تېرو څو ورځو کې یې د خپلو مسلکي همکارانو پر مټ د لوګر سیمه يیز موزیم اړوند ۲۰ قلمه تاریخي اثار ترمیم، وقایه او د پاک کارۍ سربېره د افغانستان ملي موزیم د آثارو په لیست کې ثبت او سجل کړي دي.
رحماني زیاته کړه، د لوګر سیمه يیز موزیم کې  د مختلفو دورو (کوشاني، دویمې میلادي پیړۍ، اسلامي، اتنو ګرافي او د معاصرې دورې تاریخي اثار موجود دي، چې یادو اثارو کې سفالي (ټیکر)، سنګي( تیږې) او فلزي اثار شتون لري، چې اکثره يې تر پاک کارۍ، ترمیم او وقایې لاندې دي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس رفیع الله صمیم د یادو اثارو له ترمیم څخه موخه د تاریخي اثارو ساتنه، ثبت او تاریخي مخینه معلومول ياد کړل، د نوموړي په وينا؛ د تاریخي آثارو او لرغونو سیمو د ساتنې ثبتولو او بیارغاونې په موخه هڅې پیل شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د موزیم مدیر محمد امین ناصري وویل: اوسمهال په یاد موزیم کې ۵۰ قلمه آثار او ۸۰ قلمه لاسي صنایع او توکي شتون لري، چې د دوی د هلو ځلو پایله کې په وړیا ډول د دې ولایت د فرهنګ دوسته ولسونو لخوا یادې ادارې ته سپارل شوي دي او هر ورځ له ۱۵ څخه تر ۲۰ تنو مینه وال یې لیدو ته راځي.
د موزیم مدیر د لوګر ولسونو غواړي، چې د تاریخي اثارو د ساتني او د موزیم د بډای کولو په پار له دوی سره همکاري وکړي.

۱۴۴۵/۷/۶ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۷ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۱۴
Background image

سرپل کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤولیت) په نوم روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ ۲۰۰ تنو ځوانانو ته د سرپل ولایت د عامه کتابتون په تالار کې د (اسلامي نظام په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۴۸
Background image

جوزجان کې (افغانستان د فرهنګي بډاینې پر لور) په نوم یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت او د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډې همکارۍ، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د هېواد د اصیل فرهنګ او تاریخ د معرفي کولو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

BACK TO NEWS