د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ولايت مقام له معاون سره وکتل

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۸:۵۸
....

نن يکشنبه ( ۳ د رجب المرجب ۱۴۴۵) د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج معزالدين احمدي د ولايت مقام له نوي مقرر شوي معاون قاري امين الله طيب سره وکتل.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس وويل: دا چې په بدخشان ولايت کې د مخدره موادو د مخنيوي هڅې په جديت سره روانې دي، رسنۍ کولای شي، په دې برخه کې رغنده رول ولري، د رسنيو له لارې د عامه پوهاوي خپرونو په خپرولو سره دې برخه کې پرمختګ ممکن دی.
 نوموړي همداراز په یاده ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لاسته راوړنو، پرمختګونو او د تاريخي آبداتو د ساتنې په اړه معلومات شريک کړل، او د ولايت مقام له معاون څخه يې د فرهنګي فعاليتونو د ترسره کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵۵
Background image

هلمند کې لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په هلمند ښوونيز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS