کنړ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لومړۍ غونډه جوړه شوه
تېره ورځ کنړ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کميټې لومړۍ غونډه د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نجیب الله حنیف په مشرۍ ترسره شوه.
دا چې له بهرنيو هېوادنو څخه د بيرته راستنېدونکوکډوالو راتګ پېل شوی،نو د دوی هر ډول ستونزو ته د لاسرسي په موخه عالیقدر امير المومنين حفظه الله په حکم کړنلاره په (۸) فصلونو او (۳۱) مادو کې جوړه شوې،چې له مخې يې په کابل کې د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د (۲۴) وزارتونو او ادارو د مسوولينو کمېسيون تشکيل شوی،چې ياد کمېسيون په خپل تشکيل کې دولس بېلابېلې کمېټې لري،چې اړونده کمېټې په ولايتونو کې هم بايد جوړې شي.
په همدې اساس د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ريس مولوي نجيب الله حنيف په مشرۍ د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه جوړه شوه او لومړنۍ ناسته يې ترسره کړه.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه،چې هر پنځلس ورځې وروسته به غونډه کوي او د خپلو کړنو راپور به د کمېټې مشر او غړو ته وړاندې کوي، د کمېټې غړو ژمنه وکړه،چې راتلونکې ناسته کې به يې راپور په ليکلي ډول ګډونوالو سره شريک کړي:
د کونړ داطلاعاتو او کلتور ريس مولوي نجیب الله حنیف،چې د يادې کمېټې مشر هم دی وويل:موږ به د کډوالو په اړه د مرستو،همکارۍ او لاسنيوي په پار راپورونه د کونړ په جريده او باختر اژانس کې خپاره کړو او د ځوانانو بېلابېلو ناستو په لړ کې به عامه پوهاوی وکړو،څو راغلو کډوالو سره د مرستې چارې په سم ډول ترسره شي.
۱۴۴۵/۷/۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۳ هـ ش
