دلغمان عامه کتابتون سره ۸۰ ټوکه کتابونه مرسته وشوه
د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست عامه کتابتون سره د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت له لوري ۸۰ ټوکه کتابونه مرسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د لغمان عامه کتابتون د بډاينې په موخه یې دولتي ادارو او شخصي افرادو څخه د کتاب ټولونې کمپاین پیل کړی دی، چې ددې کمپاین په ترڅ کې نن د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له لوري (۸۰) ټوکه مختلف کتابونه مرسته وشوه، چې د دغې ادارې د څارنې د عمومي مدیر استاد عنایت الله فریاد له لوري دلغمان عامه کتابتون ته وسپارل شول.
نوموړي په ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې په دې برخه کې زموږ لاسنیوی وکړي، ترڅو د خلکو د مطالعې لپاره لاډیر کتابونه راټول کړو.
۱۴۴۵/۶/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۷ هـ ش
