د اطلاعاتو او کلتور رئيس د نريمان (کالوين) له تاريخي کلا څخه ليدنه وکړه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۲:۳۲
.....

تېره ورځ د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس اخندزاده مطيع الله متقي د نريمان (کالوين) له تاريخي کلا څخه چې د منځه تلو له ګواښ سره مخ ده، ليدنه وکړه.
د ښاغلي متقي په وينا؛ د نريمان تاريخي کلا د بادغيس د مرکز قلعه نو په ۷۰ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، چې په تېرو وختونو کې د (نرتو) کلا په نوم هم يادېده، د يادې کلا دېوالونه د تېږو او چونې څخه په خاص مهارت سره جوړ شوي، چې د ۲۰۰۰ کلونو شاوخوا تاريخي لرغونتوب لري، د سيمې اصلي اوسېدونکي د دې تاريخي کلا بنسټګر (سام نريمان) بولي او د حضرت سليمان علیه السلام په دورې پورې يې اړونده ګڼي، اما پوهان د يادې کلا جوړښت د اسلامي دورې اړوند بولي، په دې کلا کې د امام اصغر مقبره هم شته، چې نوموړي د اسلام په اوایلو کې د بادغيس او شاوخوا سیمو په فتحه کې رول درلود.
  همدا ډول په دې کلا کې د اوبو حوضونه او د تېږو په منځ کې ژورې څاګانې هم شته چې د ليدونکو لپاره د حیرانۍ وړ دي.
ښاغلی متقي وايي: د دې تاريخي کلا د بيارغونې لپاره يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام ته وړانديزونه استولي او هيله لري چې د وزارت مقام به په دې اړه توجه وکړي.
۱۴۴۵/۶/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۲ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS