دکيبلي رسنيو پر ستونزو خبرې وشوې

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۹:۱
دکيبلي رسنيو پر ستونزو خبرې وشوې


داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق  د افغانستان دکيبلي رسنيو داتحاديې له رييس او رهبري  هيئت سره نن په يوه غونډه کې  ټينګار وکړ چې دهغوى دستونزو  لرې کولو ته رسيدګي وشي.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  په دې غونډه کې دافغانستان دکيبلي رسنيو داتحاديې رييس محمد هاشم پاکزاد په کابل کې د کيبلي شبکو دفعاليتونوپه باب معلومات ورکړل .
هغه دغه راز دکيبلي شبکو دفعاليت يوشمېر ستونزې، د خپرونو چارو له  معين سره شريکې کړې او دکيبلي رسنيو دتاسيس او فعاليت دطرحې او مقررې په تدوين يې ټينګار وکړ .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين دکيبلي  رسنيو پر برخو او ددغه کار دحالت دښه والي په برخه کې د ستونزو په لرې کولو  ټينګار وکړ اودهمکاريو ژمنه يې وکړه .
شيواى شرق  د ديجيتال  شبکو دفعاليت  دتنظيمولو دمقررې په باب څرګنده کړه چې دغه تقنيني  سند به ډير ژر نافذ شي، چې په عملي کېدو سره به يې  ددغو رسنيو دشته ستونزو يوه ستره برخه حل شي .
د خپرونو چارو معين  تينګاروکړ چې دکيبلي رسنيو په برخه کې صنفي اتحاديې بايد دسازمان په دننه کې د ستونزو دحل کولو لپاره همکاري او مشارکت ولري .
کابل /دکب  ٥مه / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS