د اتحاد اونیزې عواید د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۲۳:۶
.....

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي؛ د دې ریاست اړوند د اتحاد اونیزې د روان کال د درې ربعو عواید د تېر کال درې ربعو ته په کتو دوه برابره زیات شوي دي.
د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالفتاح رحیمي وویل: د اتحاد اونیزې د  خپرېدو څه باندې سل کاله تېر شوي او د هرې ورځې په تیرېدو سره یې لوستونکي او مینه وال مخ په زیاتېدو دي، د روان کال د درې ربعو عواید یې ۷۷۹۵۰۰ افغانۍ شوي چې د تېر کال د درې ربعو عواید ۳۰۰  زره افغانۍ وو، دې شمېرو ته په کتو سږني عایدات دوه برابره زیاتوالی ښيي.
د اتحاد اونیزې مسؤل مدیر سیدعبدالله سادات وویل، دا اونیزه په هره میاشت کې درې واره چاپیږي چې بېلابېل سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري مسایل خپروي.

۱۴۴۵/۶/۱۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۳ هـ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

زرنج ښار کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۳۷
Background image

د کونړ د رسنیو مسؤلینو او فرهنګیانو د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره ولیدل

د کونړ د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او یو شمېر فرهنګپالانو د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

کاپیسا کې د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د دوی د ستونزو حل، له خبریالانو څخه ملاتړ او د اطلاع‌ رسونې چارو ښه والي په. . .

BACK TO NEWS