د نيمروز ښوونيز مرکز کې د درسونو اتمه دوره پيل شوه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۰:۳۲
....

تېره ورځ د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ښوونيز مرکز کې د مجاهدينو او زده کوونکو لپاره د درسونو اتمه دوره پيل شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمت الله محمدي د ښونیزو کورسونو پر اهمیت او په ټولنې کې يې پر اغېزمنتیا خبرې وکړې، نوموړي وويل: د مجاهدينو او زده کوونکو د ظرفيت لوړونې په موخه مو په ښوونيز مرکز کې د کمپيوټر زده کړو اتمه دوره هم پيل کړه.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو د تعلیمی مرکزونو مدیرعصمت‌الله سعادت د مجاهدینو او نويو زده کوونکو لپاره د ښوونیزو کورسونو د اصولو او مقرراتو په اړه معلومات ورکړل.
د يادونې وړ ده چې د ښوونيز مرکز د درسونو اتمه دوره د کمپيوټر په برخه کې په یوه ټولګي کې د ۴۵ زده کونکو په جذب سره پيل شوه.
۱۴۴۵/۶/۱۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS