د هلمند عامه کتابتون ته ۲۳ ټوکه کتابونه ډالۍ شول

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۲:۱۰
.....

تېره ورځ  د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند هلمند عامه کتابتون ته د اصحاب صفه منځني خصوصي ښوونځي د مدیریت له لوري ۲۳ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د هلمند عامه کتابتون مسؤل محسن عمري؛ د اصحاب صفه خصوصي ښوونځي له مدیر انجنیر امان الله رحماني څخه مننه وکړه چې د عامه کتابتون د بډاینې لپاره یې کتابونه ډالۍ کړل او پر نورو هېوادوالو یې هم غږ وکړ، که له تاسو سره په کورونو، دفترونو او نور ځایونو کي کتابونه شتون لري، چې تاسو ترې ګټه نه اخلئ؛ نو د هلمند عامه کتابتون ته یې وسپارئ، تر څو ور څخه نور د علم او پوهې مینوال د معلوماتو په حاصلولو کې ګټه پورته کړی.
۳۰/۹/۱۴۰۲ هـ ش
۸/۶/۱۴۴۵ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS