د کندهار سرپرست والي د رسنیو له مسئولینو او خبریالانو سره وکتل

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۳:۴۵
.....

تېره ورځ د کندهار ولایت مقام کي د کندهار سرپرست والي محترم حاجي ملاصاحب کندهار کي د سیمه‌ييزو او نړیوالو رسنیو له مسئولینو او خبریالانو سره وکتل، په لیدنه کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام‌الله سمنګاني، د کندهار ولایت مقام ویاند مولوي محمود عزام او د کندهار د ملي راډیو ټلوېزیون او شریعت غږ راډیو آمر محمدیونس مصطفیٰ اغا هم شتون درلود.
پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس د سرپرست والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د ډېرو کارونو سره سره یې خبریالانو ته وخت ورکړ او له دوی سره ګوري او ستونزي یې اوري، نوموړي وویل؛ رسنۍ او خبریالان باید د هیواد، ولس او اسلامي نظام د ښېګڼو لپاره نشرات او خپروني وکړي او ټول به دیني ارزښتونه په نظر کي نیسي.
ورپسې د کندهار سرپرست والي محترم حاجي ملاصاحب له ټولو خبریالانو مننه وکړه، چي دیني او ملي ارزښتونو ته اهمیت ورکوي او د نظام د اصولو مطابق مخته ځي، نوموړي زياته کړه؛ تاسې باید د ټولني د اصلاح له پاره کوښښ وکړئ او مثبتو فعالیتونو ته ښه انعکاس ورکړئ او هغه څه خپاره کړئ، چي د هیواد، ولس او نظام ګټې پکښې نغښتې وي.
د خبریالانو په استازیتوب احمد لودین، صدیق‌الله افغان، عطاء‌الله عمر او آغاشېر منار په خپلو خبرو کي د سیمه‌ ییزو رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل، دوی معلوماتو ته د لا ښه لاسرسي، د دولتي ویاندویانو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ لا ډېروالي، د رسنیو او خبریالانو د اقتصادي وضعیت، د رسنیو د قانون او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چي د محترم حاجي ملاصاحب له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۵/۶/۴ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۲۶ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS