د اطلاعاتو او کلتور رئيس د شهرک ولسوالۍ له لرغونو سيمو څخه ليدنه وکړه
د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالحی زعيم د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې فني ټيم په ملتيا د يوه سفر په ترڅ کې د شهرک ولسوالۍ له لرغونو سيمو څخه ليدنه ترسره کړه.
ياد پلاوي د سفر په جريان کې د بیدان، جام، کمنج او دهن مرغه کليو له لرغونو سيمو څخه ليدنه وکړه او د دې کليو له خلکو سره يې د لرغونو سيمو د ساتنې په اړه خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس د پای منار پوستې مسؤلینو او د کلیو اوسيدونکو ته وويل: لرغونې کلتوري سيمې زمونږ د هيواد هويت او بیت المال دی، له همدې امله د د يوه هيواد تاريخي قدامت نړيوالو ته پېژندل کيږي، نو مونږ ټولو ته لازمه ده چې په دې اړه د اميرالمومنين حفظه الله د فرمان اطاعت وکړو، او د لرغونو سيمو ساتنه په سمه توګه ترسره کړو، غصب يې نکړو او د لرغونو اثارو د قاچاق اجازه چاته ورنکړو.
نوموړي زياته کړه؛ د محلي ادارې سره په همغږۍ به د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د لرغونو سيمو او آثارو د ترميم او مرمت کارۍ کارونه پيل کړو.
۱۴۴۵/۵/۲۸ هـ ش
۱۴۰۲/۹/۲۱ هـ ش
