هلمند کې د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېټې فعالیت پیل وکړ
نن د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کي د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېټې لومړنۍ ناسته په اطلاعاتو اوکلتور ریاست کې د کلتور او ګرځندوی آمرمولوي سلطان محمد حنیف صاحب په مشرۍ ترسره کړه.
یاده کمېټه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست ترڅنګ د امنیه قوماندانۍ، د استخباراتو ریاست، د آمربالمعروف ریاست او یو شمېر نورو ریاستونو او ادارو استازي برخه لري.
د کلتور او ګرځندوی آمر ښاغلي حنیف وویل: د ښار لوحې او تابلوګانې باید د اطلاعاتو اوکلتور وزارت د طرزالعمل مطابق جوړې شي، کومې لوحې چي په بهرنیو ژبو لیکل شوط باید پر رسمي او محلي ژبو اصلاح شي.
یاده ناسته کې د مختلفو ادارو استازو د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د ستونزو د حل په موخه یې له یو بل سره نظرونه شریک کړل.
د ناستې په پای کې د لوحو د اصلاح طرزالعمل د کمېټې استازو ته په پوره ډول تشریح شو.
۱۴۴۵/۵/۲۷ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۲۰ هـ ش
