اطلاعاتو او کلتور ریاست کې درې ورځنی سیمینار پیل شو
تېره ورځ د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند هلمند عامه کتابتون کې د "علمي څېړنې" تر عنوان لاندې درې ورځنی سیمینار پیل شو.
په یاد سيمینار کې د هلمند عامه کتابتون مسؤل محسن عمري، د ځوانانو چارو آمر مولوي نورالدین اغا، مالي او اداري مدیر لعل محمد معصومي، د ځوانانو د همغږۍ مدیر قاري قدرت الله تسل، زده کړیالانو، طالب العلمانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
د سیمینار وړاندې کوونکي محسن عمري وویل:له سیمینار څخه مو موخه د کتاب او د مطالعې کلتور پیاوړی کول، د ځوان قشر هڅول او د څېړنې په هکله پوره معلومات وړاندې کول دی.
د ښاغلي عمري په خبره، یاد سیمینار له دریو برخو څخه جوړ شوی، چې د دریو ورځو په جریان کې به ګډونوالو او برخوالو ته وړاندې شي.
۱۴۴۵/۵/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۶ هـ ش
