په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د پروپوزل ليکنې روزنيز پروګرام پيل شو
نن شنبه ( ۱۴۴۵/۵/۱۱ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بشري سرچينو ریاست د ظرفيت لوړولو آمريت له لوري د دغه وزارت اداري کارکوونکو ته د عامه کتابتون په رياست کې د پروپوزل لیکنې پنځه ورځنۍ روز نیز پرو ګرام پیل شو، چې په پيلیزه غونډه کې يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري معين سعدالدين سعيد، د بشري سرچينو رئيس مولوي احسان الله احسان او یو شمېر نورو اداري مسؤلينو ګډون کړی و.
غونډه د قرآنکريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې مالي او اداري معين سعدالدين سعید د پرو پوزل ليکنې پر ارزښت خبرې وکړې او له کارمندانو څخه يې و غوښتل چې له دغه ګټور چانس څخه سالمه استفاده وکړئ.
ورپسې د بشري سر چینو رئيس مولوي احسان الله احسان د ياد پرو ګرام د جوړېدو پر ارزښت خبرې و کړې او د پرو پوزل لیکنې پروګرام يې اداري کارمندانو ته اړين وباله او له دوی يې و غوښتل چې د دغه پروګرام پر زده کړه کې هڅه وکړي.
